شاته

غني: د وینې تویېدنې ګناه د هغه چا په غاړه ده، چې اوربند نه مني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان سوله وغواړي افغان حکومت د یوې شېبې لپاره هم د جګړې دوام نه غواړي.

نوموړي د شنبې په ورځ د سپټمبر پر۲۱مه «وږې۳۰مه» د سولې نړیوالې ورځې په مناسب خپل پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د وینې تویېدنې مسؤلیت د هغه چا په غاړه دی چې اوربند نه کوي.

د ولسمشر غني په باور واقعي سولې ته د رسېدو لپاره باید لومړی اوربند رامنځته شي.

هغه ویلي:"د افغانستان اسلامي جمهوریت بیا بیا د اوربند غوښتنه کړې ده. واقعي سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده چې اوربند وشي او د وینو تویېدل بس شي. جګړه د حل لاره نه ده... که طالبان سوله غواړي، موږ د یوې شیبې لپاره هم د جګړې دوام نه غواړو.او دلته یو ځل بیا په صراحت سره وایم چې د ټولو قتلونو او خونریزیو ګناه د هغه چا په غاړه ده چې سوله او اوربند نه مني."

ولسمشر غني د دې سره سره زیاته کړه، چې افغانستان دا مهال تر بل هر وخت سولې ته نژدې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هڅې په ټپه درېدلي او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په کابل کې د طالبانو د وروستي موټر بم په غبرګون کې له طالبانو سره قطر روانې شاوخوا لس میاشتنۍ خبرې لغوه اعلان کړې.