شاته

نظرپوښتنه: د طالبانو سره مذاکره 'د امریکا پر ملي امنیت تاثیر نلري'

د یوې نوې نظرپوښتنې نتیجې ښیي چې د امریکا د متحده ایالاتو اکثر اوسیدونکي پدې باور دي چې د طالبانو سره د امریکا د سولې مذاکرات به ددې هیواد په ملي امنیت هیڅ ډول اثر ونلري.

دغه نظرپوښتنه چې د امریکایي ورځپاڼې "هل" او د "هریس ایکس" څیړنیز شرکت له لورې په گډه شوې ده او نتیجې یې د جمعې په ورځ سپتمبر ٢٠ (وږي ٢٩) خپرې شوې ښیي چې د ١٠٠٣ تنو امریکایانو له جملې نه چې په نظرپوښتنه کې یې گډون کړی ٥٠ فیصده یې پدې باور دي چې د طالبانو سره د سولې مذاکرات د امریکا په ملي امنیت باندې اثر نه اچوي.

خو ٢٧ فیصده امریکایانو ویلي چې دغه مذاکرات کولای شي د امریکا پر ملي امنیت ښه اثر وکړي، پداسې حال کې چې ٢٣ فیصده بیا وایي د طالبانو سره مذاکرات به د امریکا ملي امنیت ته تاوان ورسوي.

د جمهوري غوښتونکو په منځ کې هغوی چې وایي د طالبانو سره مذاکرات د امریکا پر ملي امنیت اثر نلري ۴٨ فیصده دي پداسې حال کې چې دغه شمیر د دموکراتانو په منځ کې ۴٦ فیصده ده.

دغه شمیر چې وایي د طالبانو سره مذاکرات د امری کا پر ملي امنیت اثر نلري د هغو ترمنځ چې نه دموکراتان دي او نه جمهوري غوښتونکي او ورته "خیلواک" رای ورکوونکي ویل کیږي ٥٧ فیصده ده.

دغه نظرپوښتنه د انټرنیټ له لارې او د سنبلې له ٢٢ نه تر ٢٣ شوې ده.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سنبلې پر ١٦ د طالبانو سره د خپل هیواد د سولې مذاکرات لغو کړل.

جمهور رئیس ټرمپ تازه ویلي دي چې دا مذاکرات یې پدې دلیل لغو کړل چې طالبانو نه غوښتل اوربند وکړي.