شاته

اشرف غني افغانستان کې د وینې تویېدنې ملامتیا پر طالبانو واچوله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هېواد کې د روانې جګړې په ترڅ کې د رامنځته کېدونکو تلفاتو ملامتیا پر طالبانو واچوله چې دده په خبره اوربند ته غاړه نه ږدي.

ښاغلي غني د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت نن (شنبه، وږي ۳۰مه) په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، که طالبان سوله وغواړي نو دولت د جګړې غوښتونکی نه دی.

د هغه په وینا، د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د "باعزته او تلپاتې سولې" لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.

د افغانستان جمهور رئیس وویل: "که طالبان سوله وغواړي، موږ د یوې شېبې لپاره هم د جګړې دوام نه غواړو او دلته یو ځل بیا په صراحت سره وایم چې د ټولو قتلونو او خونریزیو ګناه د هغه چا پر غاړه ده چې سوله او اوربند نه مني."

طالبانو تل د افغانستان له دولت سره مخامخ مذاکرات رد کړي او هغه یې د امریکا لاسپوڅې اداره بللې ده.

په پام کې وه په وه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې مذاکراتو تر نهايي کېدو وروسته، طالبان بین الافغاني خبرو ته کېنې چې د افغانستان دولت یې هم یو اړخ و، خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا د قطر مذاکراتو لغوه کولو دا بهیر عملا په ټپه درولی دی.

د ښاغلي ټرمپ تر پرېکړې وروسته د افغانستان دولت هم اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې ټولې هڅې یې درولي او راتلونکی حکومت به یې په اړه پرېکړه کوي. په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې اونۍ د میزان په ۶مه ترسره شي.

طالبانو له دغو ټاکنو سره چې د افغانستان حکومت یې خپل لومړیتوب او "د سولې د مشروعیت کلي" بولي، وار له مخه مخالفت ښوولی او ویلي یې دي چې په ټول توان به یې مخه ونیسي.

د میزان په ۲۶مه په کابل او پروان کې د طالبانو په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۴۸ کسان ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.
د میزان په ۲۶مه په کابل او پروان کې د طالبانو په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۴۸ کسان ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.

پر ټاکنیز بهیر د طالبانو وروستی برید د وږي په ۲۶مه په پروان کې و چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ډلې ټاکنیز کمپاین یې په نښه کړ او ۲۶ کسان یې ووژل.

په وروستیو میاشتو کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی چې دواړو لوریو ته د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ د ولسي تلفاتو کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

طالبان وایي، پر اوربند یوازې هغه مهال خبرې کوي چې له امریکا سره مذاکرات نهايي شي، خو واشنګټن او کابل د سولې مذاکراتو لپاره د طالبانو لخوا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کوي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر استازو مسکو او تهران ته د سفر په لړ کې وویل چې لا هم هغې توافقنامې ته ژمن دي چې له امریکا سره یې پرې په اصولو کې موافقه کړې.

طالبانو ددغو مذاکراتو بیا پیلېدو ته لېوالتیا ښوولې ده.

بلخوا نن د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر سلام رحیمي د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د دولت او بشري حقونو ادارو یوې ناستې ته په وینا کې وویل، طالبان باید د نورو هېوادونو پرځای افغانستان کې سوله ولټوي.

هغه د طالبانو سفرونو ته په اشارې وویل: "ستنه په کور دننه ورکه شوې، د باندې یې مه لټوئ، سوله د افغانانو ترمنځ راتلای شي، نه دا چې په بهرنیو پلازمېنو کې د نورو د قدرت د ګټو لپاره وي."

د سپټمبر۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده چې د افغانستان په ګډون او په ځانګړې توګه جګړه ځپلو هېوادونو کې نمانځل کیږي.