شاته

امریکا د ایران په مرکزي بانک بندیز ولګاوه

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نن د جمعې په ورځ (سپټمبر ۲۰) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران په مرکزي بانک بندیزونه لګولي دي خو د بندیزونو جزیات یې په ډاګه نکړل.

ټرمپ همدرانګه وویل چې په ایران نظامي برید هر وخت امکان لري او زیاته یې کړه چې "امریکا تل ورته چمتو ده".

د امریکا د دفاع وزارت هم نن جمهور رئیس ته د ایران په خلاف د اقدام کولو لپاره امکانات په ګوټه کوي چې د امریکایي چارواکو په وینا "نظامي" اقدامات هم پکې شامل دي.

د امریکا ددې اقدام نه تقریباً یوه اوونۍ وړاندې د سعودي عربستان د تیلو په ذخیرو بریدونه وشول چې امریکایي چارواکو یې ملامتي په ایران اچولې وه خو ایران دغه تورونه رد کړي و.