شاته

روان کال افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۳۳بریدونه شوي ـ اوچا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په روان ۲۰۱۹ کال کې په دغه هېواد کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو ۱۳۳ پېښې ثبت کړي دي.

دغه نړیوال سازمان په زابل ولایت کې د طالبانو په پروني یو موټر بم برید کې د یو روغتیايي مرکز د ویجاړېدو په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» په یوې اعلامیې ویلي، چې په پرونۍ برید کې یاد روغتیايي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی او نور د استفادې وړ نه دی.

د دغه نړیوال سازمان د بشري مرستو د همغږۍ د برخې عمومي مشر زلاتان میلیسیک «Zlatan Milisic» ویلي، په داسې حال کې چې د نورو برخو ترڅنګ د روغتیايي امکاناتو په برخه کې هم زابل ته کمه توجه شوې ده، شپېته سلنه خلک یې له هر روغتیايي مرکز څخه د دوه ساعته تګ فاصله لري.

د زابل یو روغتیايي مرکز د طالبانو تر پروني برید وروسته
د زابل یو روغتیايي مرکز د طالبانو تر پروني برید وروسته

د افغان چارواکو په وینا، تېره ورځ په زابل کې د ملي امنیت پر ریاست د طالبانو په موټر بم برید کې د دغه ولایت یو روغتیايي مرکز ته هم سخت زیان ورسېد.

د راپورنو له‌مخې په دغه برید کې ۲۰ تنه وژل شوي شاوخوا ۱۰۰ تنه ټپیان شوي، چې په مړو او ټپیانو کې د دغه روغتون مریضان، کار کوونکو او ساتونکي هم شامل دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په اخیستل شوو انځورونو کې لیدل کېږي، دغه روغتون په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

«اوچا» په داسې مهال په زابل کې پر یاد روغتیايي مرکز د برید په اړه اندېښنه ښيي، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له‌مخې روان کال د بریدونو له امله ۱۳۴ روغتیايي تاسیسات زیانمن شوي، چې له ډلې۳ مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۰ اغېزمن شوي او ۱۱۱ نور تړل شوي دي.