شاته
ټولنیزه فعاله ګلالۍ اسماعیل له پاکستانه وتښتېده
ټولنیزه فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل چې پر پاکستاني پوځ یې نیوکې کولې، له څو میاشتني غیاب وروسته له پاکستانه تښتېدلې ده. پاکستاني چارواکو پر نوموړې سفري بندیزونه لګولي وو او په هېواد کې یې لټون روان و.