شاته

جمیز کننگهم: زما په نظر پکارده مذاکرات بیرته پیل شي

دابایدله یاده ونه باسو چې څومره نړۍ وال شریکان په دې کې له موږ سره شریک دي، دایوازې دامریکا ستونزه نده.

پخونی سفیر کننگهم وايی موږ د سولی په برخه کې د اوباما په وخت کې هم هڅې وکړلی خو بریالي نشولو، ځکه چی موږ سمه لاره نه تعقیبوله . پکارده موږ په دې ځان پوه کړو چی هغه سم گامونه کوم دی چی موږ هدف ته رسوي.

د نړۍ والو سترگې باید پر پاکستان تمرکز وکړی. او داسی ښکاری چی د سولی لپاره مذاکرات نه بلکه د امریکايی قواو د وتلو لپاره مذاکرات شویدی.

داخبرې پرون پخوانیو سفیرانو انتونی وین او جیمز کننگهم د جان هاپکنز پوهنتونو په هغه غونډه کې وکړلې چی د افغانستان د روانو حآلاتو په برخه کې د غور او څیړنې لپاره جوړه شوې وه. یو دلیل خو داهم دیچی نن خاص استازی خلیلزاد د ولسي جرگې د بهرنیو چارو په جرگه گۍ کې په ښکاره توضیحاتو ته ور غوښتل شوی و.

د جان هاپکنز پوهنتونو داغونډه په حقیقت کې د سولی دروانو مذاکراتو ارزونه وه.

له ناکامۍ نه ځان ژغورنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00

د غونډې اصلی مقصد داو چی په افغانستان کې دامریکا اتلس کلن حضور د ناکامۍ مخه څنگه ونیول شی. او د خلیل زاد مذاکرات چی اصلی ټکی ېې لا معلوم ندي و ارزول شی چی ایا څه ډول سوله او پالیسي ددی سبب کیدلی شی چی د امریکا حضور ناکامي ونه بلل شی. په افغانستان کې دامریکا د حضور نقش دافغانستان د امنیتي وضعیت، سیاسسی ثبات او او اقتصادي پرمختگ له مخې نه وارزول شو او دبري گټی او تاوانونه بیان شول.

دغونډې له گډون وال پخواني سفیر رانلډ نیومن نه غوښتنه وشوه چی دافغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړی، هغه په خندا وویل زه صرف ویلی شم چی زه حیران او متعجب یم. ښاغلي نیومن داخبره هم وکړله چی پخوانی وزیر علی احمدجلالی ته چا وویل چی دافغانستان شرایط په دوو الفاظوکې تشریح کړه، هغه وویل اول ښه دي. دویم ښه ندي. که څه هم د مجلس حاضرینو وخندل خو داسی ښکاریدل چی د افغانستان کړکېچ نن سبا افغانان، امریکا یان او طالبان ټول حیران کړیدی او په څرگنده یوه خواهم نه پوهېږي چی څه وکړی.

له طالبانو سره د خلیزاد د سولی دمذاکراتو یوسملاسی تاثیر د افغانستان پر اوسنیو شرایطو داو چی د موقت او لنډ مهال حکومت خبره له هرې خوانه کیدله او ډیری سیاستوال ورسره په دې موافق ښکاریدل چی قدرت ته درسیدلو لپاره اسانه لاره وه نسبتا دیته چی انتخاباتی مبارزی وکړی. نو ډیرو حتی خپلی انتخاباتو مبارزی پیل هم نکړلی . یوازې ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله په نسبی توگه انتخاباتی مبارزې وکړلی.

د غونډی بلې گډون والې لاوریل میلرچی پخوا د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاصه استازې وه، دسولی په برخه کې ېې وویل: ".. دا لومړی ځل دی چی امریکا په افغانستان کې د سولی لپاره جدی مذاکرات کوی ا و دا د پالیسۍ مرکزی برخه ده. سفیرې لاوریل زیاته کړله چی تقریبا د نهو کلونو لپاره دامریکا پالیسی په دې برخه کې ابتدايی او بسیطه وه چی د مذاکراتو له لارې د افغانستان شخړه اواره شی. خو په واقعی توگه ددیپلوماتیک حل لپاره په داسی توگه چی د پالیسی مخکښه برخه تشکیلوی داکار نه وشوی. په دې ترڅ کې ښکته اوپورته خبرې او اقدامات شویدی خو په داسی جدی توگه نه ول.

له سفیر جیمز کننگهم نه پوښتنه وشوه چی تراوسه پورې چی د سولیمذاکراتو کې څه لاسته راغلی دی دهغویارزیابی وکړی. په خاصه توگه دا هم ووايی چی ایا د ملی وحدت حکومت به په انتخاباتو کې بریالی را وزی که نه.

ښاغلی کننگهم هغه وخت کې په افغاانستان سفیرکې دامریکا سفیر چی جان کیری دافغانستان د اوسنی ملی وحدت د حکومت لپاره منځگړتیا کوله او وروسته یی بیا تشکیل کړ.

..نن چې موږ په کوم حآلت کې واقع یو ، زه فکر کوم دا د ولسمشر ټرمپ داراې ریښتینی فضیلت او برتری وه چی د جنوب ختیځې آسیا ستراتیژی ېې دریکاله مخکې جوړهکړله ، ولسمشر ټرمپ داول ځل لپاره په دې ستراتیژئ کې سوله د یو هدف په توگه اعلان کړلهاو یوشمیر هغه نیمگړتیا وېې اصلاح کړلی چی د پخوانی ولسمشراوباما له دورې نه پاتې وې. هغه هم غوښتل چی همدغه راز اهداف لاسته راولی چی یو پکې د امریکا د پوځونو را ویستل وو. هغه ددې کار لپاره وروستۍ نیټه څو څو ځلې بدله کړله.

ښاغلی کننگهم وویل په پای کې اوباما په دې بریالی نشو چی په خپله دوره کې دامریکا عسکر له ا فغانستان نه وباسی نو بلی ادارې ته ېې په میراث پرېښود.

ښاغلی کننگهم وویل په پای کې اوباما په دې بریالی نشو چی په خپله دوره کې دامریکا عسکر له ا فغانستان نه وباسی نو بلی ادارې ته ېې په میراث پرېښود.

ښاغلی کننگهم وویل هغه وخت هم د سولی د مذاکراتو لپاره هڅی وشولی خو طالبانو مذاکرات نه کول ځکه موږ طآلبانو ته ویلی وو چیموږ له افغانستان نه وزو. نو په داسی حال کې به ولی مذاکرات وکړی

ښاغلی کننگهم وویل پکارده د پاکستان په ناسم نقش باندې هم تمرکزوشی، ځکه پاکستان غېرصحي نقش لوبولی دی، له بل پلوه، داسی ښکاری د سولی لپاره نه بلکه د امریکا د قواو دوتلو لپاره مذاکرات شوی وي.