شاته

ملګري ملتونو افغانستان خپل ماموریت یو کال وغځوه

د ملګري ملتونو د امنیت شورا د افغانستان لپاره ددغه سازمان مرستندویه ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره تمدید کړی دی.

د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت په وروستۍ ورځ، د یوه پرېکړه لیک مسوده تایید کړه او ورسره دغه ماموریت د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر تر ۱۷مې وغځېد.

ملګري ملتونو همداراز په کابل او پروان کې د طالبانو سه شنبې ورځې (سپټمبر ۱۷مه) خونړۍ حملې هم په سختو ټکو وغندلې چې ۴۸ کسان یې ووژل.

چین چې وړاندې یې په دې اړه د امنیت د شورا له پریکړه لیک سره مخالفت کړی و، د المان او اندونیزیا له سفیرانو سره د خبرو په پایله کې یې پرون دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.

تر دې مخکې چین غوښتل ددغه هیواد "د یوې لارې، یو کمربند" د یو ټریلیون ډالرو ستره پروژه د یوناما د ماموریت د تمدید په پریکړه لیک کې یاده شي.

د امریکا متحده ایالاتونه له دې وړاندیز سره موافق نه و چې له کبله یې په دې اړه د امنیت شورا رای ورکول له دوشنبې څخه سه شنبې ته وځنډېدل.

په ملګري ملتونو کې د چین سفیر ژنګ چون د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د پریکړه لیک مسودې ته د مثبتې رای په ورکولو د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل: "باید په پام کې ولرو چې د افغانستان اقتصاد ډیر مهم دی، ترڅو په پایله کې یې په دغه هیواد کې سوله او ثبات رامنځته شي. دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي، هیڅ هېواد حق نه لري چې د یو بهتر ژوند د لرلو په لاره کې د دوی خنډ شي."

د ملګري ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري دا مهال روسیه کوي.

په ملګري ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا ددې شورا له ټولو غړو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د یوناما د ماموریت د دوام پریکړه لیک تایید کړ.

په ملګري ملتونو کې د امریکا سفیرې کیلي کرفټ هم د امنیت د شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان له حکومت او خلکو څخه د خپل هېواد د ملاتړ یادونه وکړه.

هغې وویل: "موږ د افغانستان خلکو او په دغه هیواد کې دایمي سولې ته پر خپلو ژمنو ولاړ یوو. موږ به د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، د امنیت د شورا له غړیو او د افغانستان له خلکو او حکومت سره کار وکړو، ترڅو په افغانستان کې د سولې، امنیت او بشري حقونو په برخو کې پرمختګونه ولرو."

د امریکا متحده ایالاتونه، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه د ملګري ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي دي. همدارنګه اوسمهال المان، بیلجیم، اندونیزیا، کویت، پیرو، پولنډ، جنوبي افریقا، ډومینیکن جمهوریت، عاج ساحل او استوايي ګینه ددې شورا موقتي غړي دي.

د سه شنبې په ورځ (وږي ۲۶مه) په کابل او پروان کې د طالبانو دوو ځانمرګو بریدونو ۴۸ کسان یې ووژل او ۸۰ نور یې ټپیان کړل
د سه شنبې په ورځ (وږي ۲۶مه) په کابل او پروان کې د طالبانو دوو ځانمرګو بریدونو ۴۸ کسان یې ووژل او ۸۰ نور یې ټپیان کړل

د امنیت د شورا د ټولو غړیو هېوادونو استازو د سه شنبې په ورځ څرګندونو کې د کابل او پروان په ولایتونو کې د طالبانو خونړي بریدونه چې ۴۸ کسان یې ووژل او ۸۰ نور یې ټپیان کړل په سختو الفاظو وغندل.

په ملګري ملتونو کې د افغانستان سفیرې عادلې راز په خپل هېواد کې د یوناما د ماموریت د تمدید مننه وکړه او د امنیت د شورا له غړیو یې وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي:

"یو وار بیا له دې شورا څخه غواړو ترڅو له طالبانو وغواړي چې افغانستان کې د ولسي وګړو وژنه بنده کړي. په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې د انتخاباتو په ورځ په رای ورکولو کې ګډون کوي".

د ملګري ملتونو د امنیت شورا داسې مهال افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدیدوي چې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې ماتې شوې او افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کې دی.

په ورته وخت کې په دغه هیواد کې د طالب اورپکو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستی چې ورسره د ولسي خلکو مرګ ژوبله کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.