BBC
 شاته

هغه کودتا چې ګټونکی یې اردوګان شو

Image copyright Getty

هغه کودتا چې د رجب طیب اردوګان د واک لمڅي ورټولو په پلمه پیل شوې وه، ښکاري چې د هغه د پښو ټینګولو او پر ځان د باور لا ډېرېدو په ګټه تمامه شوه، خو په دې شرط چې په سیاسي جوړښت کې بدلون راولي.

په څو ساعتونو کې د کودتا د هڅې ناکامېدل دا وېره هم پیدا کړه، چې بیا د ورته پوځي خوځښت د تکرارېدو هڅه ونه شي.

د کودتاچیانو پر وړاندې د ښاغلي اردوګان لنډې وینا او بولۍ ته چټک مثبت ځواب ویلو وښوده، که څه هم دی هره ورځ له نویو مخالفتونو سره مخامخېدونکی دی، خو خبره وزن او نفوذ لري. د عدالت او پراختیا ګوند هم پخپلو ملاتړو کې د چټک غبرګون ښودل ثابت کړل.

په مقابل کې، مخالفو ګوندونو منفعلانه او ان څپ څپانه غبرګونونه وښودل، چې د دوی له شان او شوکت سره نه ښایېدل: د کودتا پیل کې، د خلق جمهوریپال ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو د کودتا په تړاو له هر ډول دریځ ښودلو ډډه وکړه او اعلان یې وکړ چې: "موږ دیموکراسي او بشري حقونه پخپله بېرته رانیسو." د ده دې خبرو دوه مفهومه لرل، داسې اخځ هم ترې کېدای شوای چې ده له هغو پوځيانو سره چې همدا پیغام یې راوړی و او بېرته یې د دیموکراسۍ او بشري حقونو اعاده کولو لپاره کودتا وکړه، ملګرتیا کوله.

په پایله کې، کله چې خلک واټونو ته راووتل او له کودتاچیانو سره لاس او ګرېوان شول، دغو دوو ګوندونو خپله برخه وانخیسته او په تاریخي تپه تیاره شپه کې یې خپل ځای غوره نه کړ. د خلق دیموکرات ګوند هم خپل ملاتړو ته، چې تر ډېره کردان دي، له کودتا سره مخالفت وښود خو واټونو ته یې د کودتا د مخنیوي لپاره خپل پلویان راونه بلل.

Image copyright Getty
Image copyright Getty

په دې سره، رجب طیب اردوګان له دې برخلیک ټاکونکې شپې سالم ووت او د تېر په څېر یې مخالفت کم شو. دا بریا اردوګان ته دا موقع ورکوي، چې د اساسي قانون د بدلولو لپاره خپله طرحه پارلمان ته د ټولپوښتنې لپاره وړاندې کړي.

داسې طرحه چې د ترکیې پوځي نظام پر ریاستي هغه واړوي چې په لړ کې یې ولسمشر د اجرایوي واک او د هېواد د ټولواک پوړۍ ته پکې وخېژي.

ښاغلی اردوګان یو ناکراره کال تېر کړ. د عدالت او پراختیا ګوند د تېر کال ټاکنو کې د پارلمان اکثریت څوکیو ګټلو توان ونه موند او په ډېرې خوارۍ یې وکړای شو چې د دولت واک وساتي.په کردمېشتو سیمو کې کړکېچ او ناامنیو ته د هېواد د ورټېل وهل کېدو او له اقتصادي کړکېچ سره د مخامخېدو له کبله د ترکیې بهرنۍ اړیکي، په تېره بیا د اردوګان خارجي سیاست هم تر سختو نیوکو لاندې راغی، خو اوس ترکیه کې سیاسي برابري بېل ډول شوې ده، که چېرې ترکیه کې نژدې راتلونکې کې ټاکنې وشي، تر ډېره پکې د بریالیتوب په موخه سترګې د عدالت او پراختیا ګوند ته وراوړي.

Image copyright AP

په تېرو کلونو کې ددغه ګوند د ناکامۍ اصلي لامل د خلق دیموکراتیک ګوند راپورته کېدو او په کردمېشتو سیمو کې د رایو له کبله و، چې د عدالت او پراختیا ګوند د تلې یو انډی د ده نوي راپورته شوي ګوند پر لوري شو.

خو اوس څارونکي په دې اند دي چې په کردمېشتو سیمو کې کړکېچ او د خلق دیموکراتیک ګوند د ځینو استازو توند دریځونه دې ته لاره هواروي، چې د ترکیې د کردي دودیزې ټولنې او محافظه کارانو د تلې انډی د عدالت او پراختیا ګوند په ګټه تمام شي او د خلق دیموکراتیک ګوند نوره دا وړتیا ونه چې د نصاب لس سلنې کچې په پوره کولو سره قانون جوړوونکو د کور پر دروازه خپلې پښې کښې نه ږدي.

د جمهوریپالو خلق او ملي حرکت دوه نور ګوندونه هم د تېرې شپې د پېښو په درشل له امتیاز اخیستو لیرې ښکاري او نه هم د اردوګان د مخالفانو رایې د ځان په ګټه کارولی شي.

Image copyright Getty
Image copyright Getty
Image copyright AP

همدارنګه، د ښاغلي اردوګان د مخالفانو هغه وړاندوېینې هم د نه عملي کېدو ښکاري، چې وايي د عدالت او پراختیا ګوند کې درز او له واکه د ښاغلي د اردوغان وخت په نژدې کېدو دی.

اوس ښاغلی اردوګان په داسې حالت کې دی چې د خپلو مخالفانو په زیان او د ځان په ګټه د ملي یووالي حس پیاوړی کړي.

پر اردوګان د مخالفتونو د ډېرېدو یو لامل د هغه بهرنی سیاست ګڼل شویو چې په وروستیو کې یې له روسیې او اسرائیلو سره د جوړجاړي له لارې د بهرنۍ تګلارې د اصلاح هڅې پیل کړې دي.

د ده دا کار کولی شي په نړیواله کچه د ترکیې مقام وساتلی شي او د هېواد اقتصاد ته ګټه ورسوي. ان دا چې اوس د سوریې په تړاو د ترکیې په سیاستونو کې د بدلون راتلو ګنګوسې هم شته.

Image copyright epa
Image copyright Getty
Image copyright Getty

ښاغلي اردوګان د د کودتا دسیسه پر مخالف مذهبي شخصیت فتح الله ګولن پورې وتړله، چې د اټکل له مخې د کودتا د طرحو تر ناکامېدو وروسته د ښاغلي ګون د ډلې پلویان وځپل شي او بیا د اسلامپالو په لیکو کې د اردوګان پروړاندې د مخالفت سرونه راپورته نه کړي.

د تېرې شپې تاریخي کودتا چې د ترکې تاریخي شپه ګڼل کېږي، شاید د بخت ازمویلو دا لوبه د رجب طیب اردوګان په ګټه تمامه شي، خو د ترکیې د پوځ هغه سپېڅلتیا یې ټپي کړه، چې تر ډېره ورته د یوه سپېڅلي بنسټ په سترګه کتل کېدل.

داسې پوځ چې په هرو لسو کلونو کې یې یوځل د کودتا هڅه کوله او دولت به پکې بدلېده، واک یې له جدي ستونزو سره مخامخ شوی، هغه هم په داسې حالاتو کې چې هېواد له ګڼو امنیتي ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.

Image copyright EPA
Image copyright Getty
Image copyright Getty
Image copyright Getty