شاته

کابل کې د کومانډو ځواکونو پر مرکز برید کې ۴ سرتېري وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په چهارآسیاب کې موټربم برید د ملي اردو څلور سرتیري وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې برید د پنجشنبې په ورځ (وږي/سنبله ۲۱مه) له غرمې وروسته څه کم یوه بجه شوی دی.

د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس، بریدګر له مارسیډیز ډوله موټر څخه په استفادې په کابل کې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو نظام قراول په نښه کړی دی.

د دغې قول اردو ویاند ډګرمن عبدالغفار نورستاني امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دا برید، د چهارآسیاب ولسوالۍ په ریشخورو سیمه کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د مرکز د نظام قراول په مخ کې شوی دی.

د برید مسولیت طالبانو منلی او د اردو عسکرو ته یې د درنې مر‌ګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.