شاته

ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار له دندې لېرې کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له دندې لېرې کړ.

ښاغلی ټرمپ وایي چې نور په سپینې ماڼۍ کې د ښاغلي بولټن خدمت ته ضرورت نشته او د هغه له ډېرو وړاندیزونو سره موافق نه و.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۱۰) په خپل ټویټر کې ولیکل:"ما تېره شپه جان بولټن ته وویل چې نور نو په سپینې ماڼۍ کې ستا خدمت ته اړتیا نشته. زه د هغه له ډېرو وړاندیزونو سره کلک مخالف وم. ما هغه ته وویل چې استعفا وکړي او هغه نن سهار دا کار وکړ."

ښاغلي ټرمپ د جان بولټن د خدمت او کار مننه کړې ده. ښاغلي ټرمپ دا نه دي ویلي چې د ښاغلي بولټن د کومو وړاندیزونو سره یې مخالفت درلوده.

جان بولټن په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "ما تېره شپه استعفا وړاندې کړه او ولسمشر ټرمپ وویل: په دې اړه به سبا خبرې وکړو."

امریکایي رسنیو ویلي وو چې ښاغلی بولټن په کمپ ډیویډ کې د طالبانو سره د ولسمشر د پلان شوي ملاقات مخالفت کړی و. خو ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې په خپله یې نغوښتل له طالبانو سره وویني.

جان بولټن له ۲۰۱۸ کال راهېسې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و.