شاته
زابل کې پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۳۴ کسان مړه شوي
د افغانستان په سوېل زابل ولایت کې چارواکي وایي؛ د کابل – کندهار پر لویه لاره د مسافر وړونکي بس موټر او د نفتو ټانکر موټر په ټکر کې لږ ترلږه ۳۴ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ نور ټپیان شوي. بس نن سهار وختي له کندهار نه کابل ته روان و.