شاته

ترکیې د سوریې شمال ته نور ځواکونه واستول

راپورونه وايي چې د ترکیې ټانګونه او ځواکونه د سوریې په شمال کې د الراحي کلي ته استول شوي دي.

د ترکیې دولتي رسنۍ وايي چې دغه ټانګونه او ځواکونه د ترکیې د کلیس ولایت څخه د اسلامي دولت جنګیالیو د ځپلو او د سوریې د یاغیانو د ملاتړ لپاره تللي دي.

راپورونه وايي په دغه پوځي کاروان کې لږ ترلږ ٢٠ ټانکونه، څلور زغره وارل ګاډي چې پروسونل انتقالوي، ټرکونه او نور پوځي ګاډي شامل دي.

د ا دویم ځل دی، چې ترکیه د سوریې سرحد بلې غاړې خپل ځواکونه استوي، ترکیې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په سویه کې دننه عملیات پیل کړل.

د ترکیې چارواکي وایي دوی د داعش ځواکونو پر ضد عملیات کوي، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو همکاري هم ورسره شته ده.

چارواکي وایي د ترکیې د عملیاتو له پیل راهیسې د بشارالاسد ضد یاغیانو د ترکېې سرحد ته نژدې له اسلامي دولت ډلې څخه څو کلي نیولي دي.

شننونکي وایي ترکیه په دې پلمه غواړي چې په سیمه کې د کردي یاغیانو د پرمختګ مخه ونیسي. ترکیه له ډېره وخت له کردي یاغیانو سره ستونزه لري.

په دې وروستیو کې په ترکیه کې یو شمېر ځانمرګي بریدونه او چاودنې هم وشوې، چې مسولیت تر ډېره یې مسولیت د داعش ډلې منلی دی.