شاته

امریکایي رسنۍ: پمپېو د طالبانو سره موافقه نه لاسلیکوي

د ټایمز مجله د افغان او اروپایي چارواکو له قوله لیکي چې د امریکا د بهرنو چارو وزیر د طالبانو سره د سولې موافقه نه لاسلیکوي.

امریکایي رسنۍ د ټایمز مجله د ځینو امریکایي او افغان چارواکو له قوله (چې نومونه یې ندي څرگند شوي) لیکي چې پداسې حال کې چې امریکا د طالبانو سره سولې ته نژدی شویده، د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو سره موافقه نه لاسلیکوي.

مجله د ځینو هغو امریکایي او افغان چارواکو له قوله چې د موافقې د جزیاتو نه خبر دي، لیکي چې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو سره د سولې لپاره د نهه پړاوونو نه وروسته د یوې موافقې متن لیکلی دی چې دغه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اتلس کلني حضور نه وروسته د سولې لپاره لمړنی اقدام دی.

مجله زیاتوي چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د سپتمبر په ٣ نیټه د ولسمشر ټرمپ سره د سولې د موافقې متن ته د کتنې لپاره ملاقات وکړ او که ټرمپ د دغې موافقې تائید وکړي نو شاوخوا ٥۴٠٠ امریکایي ځواکونه به د افغانستان نه بیرته اویستل شي.

مجله د چارواکو له قوله لیکي چې په دغه موافقه کې ډیر مهم شیان ناڅرگند پاتي دي، یعني په افغانستان کې د القاعدې د ډلې په ضد د عملیاتو لپاره د امریکا د ترهگرۍ ضد ځواکونو حضور، د امریکایي پلوه افغان حکومت پاتې کیدل او په افغانستان کې د جگړې ختمیده.

مجله زیاتوي چې داسي ښیي ښاغلی پمپیو لدی کبله د موافقې لاسلیکول نه غواړي چې طالبان د پمپیو نه غواړي د افغانستان د اسلامي امارات سره موافقه لاسلیک کړي.

تر اوسه پورې د امریکا د بهرنو چارو وزرات په دغه رپورټ تبصره نده کړې.

له بلې خوا د افغانستان حکومت د امریکا نه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقتنامې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په خپل ټوېټر لیکلي، چې افغان حکومت د دغې توافقنامې نه د پېښېدونکو خطرونو په اړه اندېښنه لري.