شاته

هند د پاکستان د دوو افراطي ډلو مشران د "ترهګرو" لست کې شامل کړل

د هند حکومت د چهارشنبې په ورځ (۴ سپتمبر، ۱۳ سنبلې) په پاکستان کې د میشتو دوو افراطي ډلو مشران په رسمي توګه د تروریستانو لست ته ورزیات کړل.

د هند د کورنیو چارو وزارت ویلي د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر او د لشکر طیبه ډلې مشر حافظ محمد سعید د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي. وايي دغه پریکړه یې د هند د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي د قانون له تعدیل وروسته وکړه. نوی قانون د هند حکومت دا صلاحیت ورکوي چې کوم فرد د ترهګرو په لست کې شامل کړي.

د جیش محمد ډلې د فبرورۍ په میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هغه ځانمرګي برید مسولیت واخیست د هند ۴۰ نیمه هندي پوځیان په کې ووژل شول.

د دغې حملې وروسته ملګرو ملتونو هم د جیش محمد ډلې مشر په خپل تور لست کې زیات کړی و.

همداراز ملګرو ملتونو د مۍ په میاشت کې د مسعود اظهر ټولې شتمنۍ کنګل کړې او پر هغه یې هم د سفر بندیز هم لګولی و.

حافظ محمد سعید، د پاکستان له هغو مذهبي مشرانو څخه دی چې په ښکاره د هند خلاف تبلیغات کوي. حافظ سعید د جماعت الدعوه په نوم د یو خیریه سازمان مسوول هم دی.

داسې ویل کیږي چې د حافظ سعید ډله د لشکر طیبې له ډلې سره نږدې اړیکې لري او له دوي سره مرستې کوي. لشکر طیبه هغه ډله ده چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند د ممبۍ په ښار کې د یوې تروریستي حملې په ترڅ کې ۱۶۶ کسان وژلي وو.

په دې وروستیو کې پاکستان هم په ځینو هغو جوماتونو، روغتونونو او مرکزونو ځینې بندیزونه لګولي چې پرې د ځینو غیر قانوني ډلو سره د اړیکو درلودلو تورونه لګیدلی.