شاته

د احمد آبا ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

د پکتيا امنيتي مسؤلین وايي، چې د دغه ولايت د احمد آبا ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه ماين چاودنه کې له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوی دی.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم نن چهارشنبه د «وږې میاشتې پر۱۳مه»امريکاغږ ته وويل، چې قوماندان څارمن محمد سرور حسن خېل په ګزمه وتلی و، چې تېره شپه لس نيمې بجې د احمد آبا ولسوالۍ په سلام خېلو سيمه کې يې پر موټر چاودنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې قوماندان حسن خېل د لوګر ولايت اوسېدونکی و او د تېرو دريو کلونو راهيسې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

د معلوماتو له مخې تر دې مخکې يې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې په يو شمېر نورو مختلفو ولايتونو کې دندې ترسره کړې وې.

تر اوسه ددې بمي بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.