BBC
 شاته

پاکستانۍ ماډله قندیل بلوچ 'خپل ورور وژلې'

پاکستانۍ رسنۍ وايي، نامتو ماډله قندیل بلوچ وژل شوې ده.

لومړني معلومات دا دي چې هغه د ملتان په مظفر اباد کې د خپل ورور له خوا په ډزو وژل شوې ده.

۲۶ کلنه قندیل بلوچ پر خواله رسنیو د خپلو وېډیوګانو د شریکولو له کبله ډېره مشهوره شوې وه.

د پنجاب د پولیو ویاندې نبیلې غضنفر بي بي سي ته ویلي، قندیل د خپل ورور له خوا وژل شوې.

د ملتان یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د قندیل ورور وسیم ډیره اسمعیل خان کې د موبایل تیلیفونونو دوکان درلود، چې تېره شپه د خپل مور او پلار د لیدو لپاره ملتان ته تللی و.

پولیس وايي قندیل بلوچ د تېرې جمعې په شپه وژل شوې ده.

د ملتان د پولیسو یوه مشر ازهر اکرم اې ایف پي ته ویلي: "د قندیل ورور تېره شپه همالته وو او کورنۍ یې موږ ته وویل چې هغه یې په مرګ ګواښلې وه".

پولیس وايي، مشکوک قاتل او د قندیل ورور تر اوسه نه دی نیول شوی او تښتېدلی دی.

پاکستان کې هر کال د "پت" په نامه سلګونه ښځې وژل کېږي.

د ویلو ده چې قندیل بلوچ څو ورځې وړاندې صوبايي ادارې ته خبر ورکړی و چې ګني ژوند یې په خطر کې دی او ځینې ساتونکي باید ورکړل شي، خو د نوموړې غوښتنې ته جدي پام ونه شو.

قندیل بلوچ پر خواله رسنیو ډېره مشهوره شوه چې پر فیسبوک یې د تعقیبوونکو شمېر تر پنځو سوو زرو اوښتی و.

قندیل بلوچ د ګوګل لټون په هغو لسو کسانو کې وه، چې تر ډېره په ګوګل کې لټول شوي وو.

په وروستیو کې د قندیل بلوچ پر ځینو وېډیوګانو نیوکې وشوې، په تېره بیا په تېره روژه میاشت کې نوموړې د پاکستان د هلال لیدو د کمېټې له یوه غړي مفتي عبدالقوي سره په هوټل کې سیلفي وېډیوګانې ثبت کړې وې، چې قندیل دا وېډیوګانې عامو خلکو ته وښودې، همدا وو چې ښاغلی قوي له یادې کمېټې وایستل شو.

Image copyright QandeelQuebee
Image copyright QandeelQuebee