شاته

کندهار –لښکرګاه په لاره ۳۱ طالب وسله وال وژل شوي

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، د کندهار – لښکرګاه د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.

د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د لښکرگاه ـ کندهار د لويې لاري د خلاصون د عملياتوپه لړ کي دا برید د نړیوالو ځواکونو له خوا نن سهار ترسره شوی دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امريکا غږ ته وويل، چې ادبرید د پوپلزو ښاخ په سيمه کي نن سهار وختي بريد شوی .

ښاغلي ځواک وويل "امنیتي او دفاعي ځواکونو په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۶۰۱ نمبر شهرا پوپلزیوشاخ په سیمه کې هوايي عملیاتو پرمهال د وسلوالو مخالفینو مهم مرکزونه په نښته کړي چې طالب قومندان ملا رحمت الله او د هغه ۳۰ نور وسلوال وژل شوي دي " .

ځواک وويل چي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې دا مهال د ۶۰۱ شهرا اړوند سیمو کې د وسله والو طالبانو له خوا د ایښودلو شویو ماینونو په شنډولو بوخت دي وسله والو ته يې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې درانه تلفات اړولي دي.

د لښکر گاه - کندهار لويه لار له تيري يوې مياشتې راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې چې له کبله يې په لښکر گاه ښار کي د لومړنیو خوراکي تووکو په بعيو کې په بيساري ډول لوړ والی راغلی دی.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه رسنيو ته کومه تبصره نده کړې .

خو طالبانو په یوه جلا بیان کې چې د دغې ډلې ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته استولی ویلي، چې د دایکنډي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د تیرې ورځې راهیسې د طالب وسله والو له خوا محاصره شوې ده.

د طالبانو ویاند په دې بیان کې ویلي چې اوس هم په دغه ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه لا روانه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي