BBC
 شاته

افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ په امن کې تېره شوه

د افغانستان امنیتي بنسټونه وايي د لوی اختر په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د دوی د ځواکونو او طالب جنګیالو ترمنځ هېڅ ډول جګړه نه ده شوې. همدا رنګه په بېلا بېلو ولایتونو کې د بي بي سي خبریالان هم وايي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې د کومې امنیتي پېښې خبر نه دې ترلاسه کړی