BBC
 شاته

'لس میلیونه افغانان لیک لوست نه شي کولای'

د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد کې نژدې لس میلیونه کسان لیک لوست نه شي کولای، چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ پورته دي او د هر کال له تېرېدو سره دا شمېر ډېرېږي. بل لور ته نن افغان چارواکو د یوه داسې پروګرام اعلان وکړ چې په رضاکارانه توګه به یې ګډونوال خلک لیک لوست ته هڅوي.