BBC
 شاته

م. م: افغانستان کې سږ کال پر روغتیايي کارمنانو بریدونه ډېر شوي

ملګري ملتونه وايي د روان زیږدیز کال د لومړۍ نیمايي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د تېر کال پرتله په روغتیايي کارمنانو بریدونه ډېر شوي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي ادارې مشر وايي تېر کال ټول ټال ۷۶ روغتیايي کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې پداسې حال کې چې روان زیږدیز کال کې تر دې دمه ۷۷ کسان وژل شوي او ژوبلېدلي.