BBC
 شاته

زلمی خلیلزاد: تر ټاکنو سوله موږ ته ډېره مهمه ده

د افغان سولې په هکله د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي "موږ طالبانو ته هم وایو چې دوی هم هڅې وکړي او حکومت هم کوشش وکړي چې دا پرېکړه وشي. که سوله ونه شي بیا امکان لري چې ټاکنې وشي، خو موږ داسې ټاکنې غواړو چې خلک پرې باور ولري".