شاته

افغان حکومت د ترکیې په حالاتو اندیښنه ښودلې

په داسې حال کې چې په ترکیې کې د پوځي کودتا وروسته د جمهوررئیس رجب طئب اردوغان ملاتړو پوځیانو د کودتاچیانو پر وړاندې د برلاسي په هکله رپوټونه ورکول کيږي، افغان حکومت د ترکیې د اوسني حکومت په پر خپل ځای د پا تې کیدو هیله څرګنده کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان جمهوري دولت په ترکیه کې روان جریانات په پوره دقت سره څاري او په دې باور دی چې د افغانستان خلک او حکومت په خپلو ذهنونو او خاطرو کې د کودتاګانو ترخې تجربې لري او د خلکو په رایو رامنځته شوي نظامونه په سوله ییزه بڼه د قدرت د لېږد لپاره موثره لار ګڼي.

د دغې اعلامیې له مخې د افغانستان دولت او ملت کودتا او ملیټاریزم د ډیموکراسي، ثبات او پراختیا پر وړاندې اصلي خنډ بولي.

د دغې اعلامیې له مخې افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ترکیه کې د کودتا په هڅه اندېښنه څرګندوي او امید لري چې د خلکو په رایو رامنځته شوی حکومت پرځای پاتې شي، تر څو د ترکیې خلک په خوندي او ارامه فضا کې ژوند ته ادامه ورکړي.

اجرائیه رئیس د ترکیې د کودتا اقدام غندلی

د بلې خوا د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې د ترکیې د منتخب حکومت پر وړاندې د دغه هیواد د یو شمیر پوخيانو د کودتا په اقدام خواشیني څرګنده کړې او د ترکیې د کودتاچیانو اقدام یې غیر مسولانه بللی دی.

عبدالله عبدالله په دغه اعلامیه کې ویلي چې دا کودتا د ترکیې د حکومت د مشرتابه او خلکو په همت شنډه شوې ده.

د افغانستان د اجرائیه ریاست په دغه اعلامیه کې د ترکیې کودتاچیانو د کودتا هڅه په سختو ټکو غندل شوې او د ترکیې د جمهوررئیس رجب طئب اردوغان له حکومت یې خپل کلک ملاتړ څرګند کړی دی.

اجرائیه رئیس په دغه اعلامیه کې د خلکو په رایو د منتخب حکومت په اهمیت خبرې کړي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې اوږدو تاریخي اړیکو یادونه کړې ده.

اجرائیه رئیس په ترکیه کې سوله اوثبات د منځني ختیځ او ټولې نړۍ د ثبات لپاره مهم ګڼلی دی.