BBC
 شاته

کرېکټ نړیوال جام؛ بنګله دېش افغانستان ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه

د کرېکټ نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان نن (چنګاښ ۳) خپله اوومه لوبه له بنګله دیش سره کوي. پچه افغانستان وګټله او بنګله دیش ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې له دې وړاندې خپلې شپږ لوبې بایللې دي، خو په تېرو دوو لوبو کې افغانستان د انګلستان او هند پروړاندې بهتره لوبه کړې ده.