BBC
 شاته

'افغان ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې'

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت خواجه عمري ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده. دا ولسوالۍ شاوخوا یو کال د طالبانو په ولکه کې وه. د غزني والي ویاند عارف نوري وايي، افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ عملیات کړي او د دې ولسوالۍ ولکه یې بېرته له طالبانو ترلاسه کړې ده.