BBC
 شاته

ولسي جرګه؛ د ریاست پر سر ناندریو درېیمه ورځ هم دوام درلود

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې لپاره د مشر پر ټاکلو ناندرۍ درېیمې ورځې ته وغځېدې. په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سید احمد سېلاب وايي کله چې میر رحمن رحماني نن د ولسي جرګې د رئیس په څوکۍ کېناست، نو د یو شمېر وکیلانو له لوري له څوکۍ ښکته کړل شو