BBC
 شاته

د ولسي جرګې ټاکنې؛ د کابل ولایت پایلې رسماً اعلان شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې لپاره د کابل ولایت ټاکنو پایلې له اوږده ځنډ وروسته سه شنبه د می پر څوارلسمه نېټه ماسخوتن ناوخته رسماً اعلان کړې. د کابل ولایت پایلې د ګڼ شمېر شکایتونو او همدا راز د ناکامه کاندیدانو د اعتراضونو له کبله تر اوسه ځنډېلې وې