BBC
 شاته

د افغان ځواکونو د بودیجې یوه برخه د ټرمپ پر دېوال لګېږي

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست د دغه هېواد او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوال جوړولو لپاره د دې وزارت د بودیجې ۱،۵ میلیارد ډالر لېږدول تصویب کړل. یو امریکايي چارواکی وايي، د دې دېوال لپاره د دفاع وزارت اوسني رقم کې ۶۰۴ میلیون ډالر داسې پیسې دي چې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې وې.