BBC
 شاته

علي وزیر: د پاکستان حکومت زما د نیولو لپاره پلمې لټوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان استازی علي وزیر وایي، د پاکستان حکومت د ده نیولو لپاره هسې پلمه غواړي او دسیسې ورته جوړوې. نوموړي بي بي سي ته وویل، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان ریاست د ده پر ضد ناسم تبلیغات کوي