شاته

لوګر د څرخ په ولسوالۍ د وسله والو ډله ایز پای ته رسیدلی

د لوګر ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت د څرخ پر ولسوالۍ د وسله والو یو ډله ایز بریدونه د اوو بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، دغه ډله ييز بريدونه نن سهار پنځه بجې د څرخ پر ولسوالۍ باندې له چاودېدونکو موادو ډک مزده موټر له چاودنې سره سم پيل شول.

هغه وويل، تر چاودنې وروسته لسګونو وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو د درنو او سپکو وسلو بريدونه وکړل، خو زياتوي اوسمهال جګړه پای ته رسېدلې ده.

صالح وويل، چې د موټربم په حمله کې يوازې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي، خو په ځوابي بريدونو کې ۷ بريدګر وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي، چې د وژل شوو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

په همدې حال کې ځينې نورې حکومتي منابع د نوم نه خپرېدو په شرط وايي، چې ولسوالۍ ته د مرستې لپاره د تګ پرمهال د ملي امنيت پر يوه رنجر موټر د سړک غاړې بمي چاودنه شوې او پنځه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د والي وياند د ملي امنيت کسانو د وژل کېدو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، ښايي د تلفاتو په شمېر کې تغير راشي، چې د ورځې په اوږدو کې به يې له رسنيو سره شريک کړي.

صالح وويل، چې ولسوالۍ ته له مرکز پل علم څخه مرستندويه ځواکونه رسيدلي او د ولسوالۍ کنترول يې په خپل واک کې اخيستی دی.

د لوګر د ولايتي شورا غړی محب الله ستانکزي بيا امريکاغږ ته وويل، چې په جګړه کې د څرخ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محب الله ټپي شوی او د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو د برید مسووليت منلی او ادعا يې کړې، چې د موټربم او نورو بريدونو په ترسره کولو سره یې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د څرخ په ولسوالۍ باندې د برید پر وخت رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټبیان شوي دي.

خو د برید پای ته رسیدلو وروسته لا طالبانو تراوسه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.