شاته

سعودي وايي حوثیان یمن نشي نیولی

سعودي عربستان د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې په بې ثباته کولو تورن کړ.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي د ایران له ملاتړ برخمن شعیه حوثیانو ته به اجازه ورنکړي، چې پر یمن واکمن شي. عادل الجبیر یو وارې بیا ایران په سیمه کې په بې ثباتۍ جوړولو تورن کړ.

ښاغلي الجبیر په بیجنیګ کې د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا د حوثیانو لپاره یو ښه چانس دی چې د سولې خبرې بیا پیل کړی.

هغه وویل "یوه خبره یقیني ده چې حوثیانو ته به اجازه ورنکړل شي چې پر یمن واکمن شي. د خبرو له لارې به مشروع حکومت وپېژندل شي".

ښاغلي الجبیر همدغه رازد پوهنتون له زده کوونکو سره په خبرو کې وویل "سعودي او نور پوهیږي چې ایران د حوثي یاغیانو ننګه کوي او وسلې ورکوي چي په یمن کې واکمن شي، همدغه راز بحرین، کويټ او سعودي عربستان چاودېدونکي توکي استوي".

نوموړي وویل هیله لري چې د ریاض-تهران اړیکې د ۱۹۷۹ کال مخکنیو اړیکو په څیر شي او دا چې دا اوس په ایران پورې تړلې چې څه ډول اړیکې غواړي.

د حوثیانو له ملاتړ برخمنې شورا د دوشنبې په ورځ د یمن د جګړې د ختمولو لپاره مذاکراتو ته چمتوالی وښوده، خو دا خبره یې هم وکړه چې د یمن د شړل شوي حکومت، چې سعودي یې مرسته کوي، د بریدونو د دفاع حق لري.

د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې بې نتیجې ختمې شوې چې ورسره حوثي شعیه یاغیانو او د پخواني ولسمشر صالح پلویانو پر یو بل د توپونو ډزې بیا پيل کړي.

سعودي عربستان او نور ایتلافي ملګري یې حوثي شعیه یاغیان تورنوي چې د ایران په ګټه جنګیږي، خو اوس سعودي هڅه کوي چې شړل شوی ولسمشر صالح بیرته پر واک کړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې یمن په ۱۸ میاشتني جنګ کې شاوخوا ۱۰۰۰۰تنه وژل شوي، زرګونه نور بې کوره شوي او ژوبل شوي دي.