BBC
 شاته

ناقانونه وسله لرونکو ته د کورنیو چارو وزارت ضرب الاجل

کورنیو چارو وزارت په ورته وخت کې هغو کسانو ته چې د لسګونه میله ناقانونه وسلو په درلودو تورن دي، ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې پولیسو ته ځان تسلیم کړي. دغه وزارت ویلي، که دغه کسان حساب کتاب ته حاضر نه شي، له افغانستانه به ممنوع الخروج او پانګې به یې کنګل شي.