BBC
 شاته

روسیه وايي، افغان ټاکنې د امریکا د 'فشار' له کبله ځنډول شوې

کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې افغان ولسمشرۍ ټاکنې د امریکايي 'فشار' له کبله ځنډول شوې دي. د امریکا سفارت دغه ځنډ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسییون پرېکړه بولي. پرون پنجشنبه د روسیې بهرنیو چارو وزارت په تونده لهجه د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ نیوکه وکړه.