BBC
 شاته

کابل پولیس: د مجرمینو له لېسته مو ۸ کسان نیولي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مجرمینو له هغه لېسته چې دوی پرون خپور کړی و، تر دې دمه یې د عامو خلکو په مرسته اته کسان نیولي دي. وزارت همدا راز ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به په لویو جرمونو کې د ښکېلو کسانو نیول هم پیل شي.