د عکسونو البوم: ترکیه کې د کودتا هڅه
-
BBC
ترکیه کې د پوځ د یوې ډلې لخوا د کودتا هڅه شوې ده.
-
BBC
یو شمېر پوځیان د خپلو ټانکو سره د انقرې او استانبول لارو کوڅو ته را ووتل.
-
BBC
د خلکو د تګ راتګ ډېرې لارې او پلونه یې وتړل.
-
BBC
په دغو څو ساعتونو کې په استانبول او انقره کې ټولې الوتنې درول شوې دي.
-
BBC
په ترکیه کې یو شمېر خلک سړکونو ته راوتلي او پارلمان ته د روانو ټانکونو مخه یې نیولې.
-
BBC
ولسمشر رجب طیب اردوګان له خلکو غوښتي چې د پوځ پر ضد سړکونو ته را ووځي.
-
BBC
تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه عملیاتو کې ټول پوځیان لاس لري او که یوازې یوه ډله.
-
BBC
د ترکیې لومړی وزیر وايي کودتا کوونکو پوځیان پر ولسي وګړو ډزې کړي دي.
-
BBC
پوځیانو د استانبول بوسفورس پول هم بند کړی دی.
-
BBC
د ترکیې یوه شخصي ټلویزیون ویلي یوې حکومتې جنګي الوتکې هغه چورلکه نسکوره کړې، چې کودتا کې ښکېل پوځیان په کې وو او د پلازمېنې انقرې دپاسه یې الوتنه کوله.
-
BBC
-
BBC
-
BBC
-
BBC