شاته

په سوریه کې د داعش مشهور قوماندان وژل شوی

د اسلامي دولت یا داعش د ډلې یو مشهور قوماندان ابو محمد العدناني په سوریه کې په هوایي برید کې وژل شوی. داسې ښکاري چې دا برید به امریکا کړی وي. عدناني په بهرنیو هیوادونو کې بریدونه تنظیم کول.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د ابو محمد العدناني په موټر برید پرون د سه شنبې د سوریې په شمال کې د ال باب په ښار کې شویدی.

دغو چارواکو ویلي دي چې امریکا د العدناني په موټر برید شوی خو دا یې تائید نکړه چې آیا هغه وژل شوی که نه.

داسې ویل کیږي چې ال عدناني د ابوبکر البغدادي نه وروسته چې داعش یې خپل خلیفه ګڼي، پدې ډلې کې تر ټولولوړ مقام درلود.

عدناني د اسلامي دولت یا داعش د ډلې ویاند هم و. او د دې تر څنګ به یې د سوریې او عراق نه بهر په نورو هیوادونو کې د دې ډلې حملې تنظیم کولې.

د امریکا د متحده ایالاتو د ترویزم سره د مبارزې یو چارواکی چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې فعالیتونه څاري وایي چې د عدناني وژل کیدل په هغې برخه کې دې ډلې ته غټه ضربه ده چې مونږ یې زیات اندیښمن کړي یو.

پدې تیرو څو میاشتو کې په سوریه او عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په هوایي بمباریو کې د داعش ځیني مهم او سرکرده قوماندانان وژل شوي او په تعرضي عملیاتو کې هغوي زیاتې سیمې هم د لاسه ورکړیدي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د العدناني تر نظارت او رهبرۍ لاندې په فرانسې، بلجیم، ترکیې او یو شمیر نورو هیوادونو کې په عامو خلکو ځیني غټې چاودنې او بریدونه وکړل