شاته

کېري: افغانستان، امریکا او هند درې اړخیزه غونډه کوي

په راتلونکې میاشت کې به د امریکا، افغانستان او هند تر منځ درې اړخیزه ځانگړی غونډه د ملگرو ملتونو په دفتر کې جوړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن د سه شنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج سره تر کتلو وروسته پریکړه وکړه چې په راتلونکې میاشت کې به د افغانستان په اړه په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د درې اړخیزې غونډې کوربه توب، چې تمرکز به یې پر افغانستان وي، پر غاړه واخلي.

ښاغلی کېري نن د هند د بخرنیو چارو وزیری سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ښاغلی کېري نن د هند د بخرنیو چارو وزیری سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ښاغلی کېري نن یوه خبري کنفرانس ته د وینا په ترڅ کې ترهه گري وغندله او ویی ویل چې « متحده ایالات به د ښه او بد تررزم تر منځ توپیر ونه کړي او د دواړو د له منځه وړلو دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه وویل ترور، ترور دی، او دا مهمه نده چې له کومه ځایه راځي او څوک یی تر سره کوي. هرڅوک چې وي مونږ یې له منځه وړو.»

ټاکل شوې ده چې سبا ته به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري د هند د صدراعظم ښاغلي نرندرا مودي سره د خبرو یوه مهمه او اساسي موضؤع د افغانستان په اړه وی او د افغانستان سره به پر لا همکارۍ به راوڅرخي.

هر کله چې د افغانستان او هند اړیکې نږدې شوی دي، په پاکستان کې یې اندېښنې را پارولې دي. پاکستان وایي هند د افغانستان سره د خپلو گټو په نظر کی نیولو سره مرسته کوي او په هغه هیواد کې د خپل نفوذ د ساتلو هدف لري.

هند، په خپله خاوره کې د دوه و خونړیو بریدونو پړه پر پاکستان اچوي. یو په ممبای کې خونړی برید چې یو سلو شپږ شپیته تنه پکی ووژل شول او بل هم سږ کال یی پر هوایي اډې باندې وروستی برید چې نتیجه یې تر اوسه پورې معلومه نده.

دا پداسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې دهند او افغانستان ترمنځ همکارۍ لا زیاتې او په بیساری توگه پراخې شوې دی. د افغانستان او هند ترمنځ د همکارۍ پراخیدل په پاکستان کې چارواکو ته اندېښنې ولاړې کړې دي.

ځیني کارپوهان وایي پاکستان به د خپل اوسني دریځ له کبله په سیمه کې خپل اعتبار ورو ورو له لاسه ورکوي او له همدې کبله ورسره د مرستو اندازه هم مخ په کمیدو ده.