شاته

محکمې د جماعت اسلامي د يو پخواني مشر د استیناف غوښتنه رد کړه

د بنګلادیش سترې محکمې د اعدام په حکم کې د جماعت اسلامي د یو پخواني غړي د استیناف غوښتنه رده کړه.

د جماعت اسلامي د ګوند پدې پخواني مشر میر قاسم علي دا تور دی چې په 1971 میلادي کال کې کله چې بنګلادیش د پاکستان نه آزادي اخیسته، جنګي جرمونه یې کړیدي.

ښاغلی علي په 2014 کال کې د اعدام په سزا محکوم شوی و. په هغه اته بیلا بیل تورونه لګیدلي چې یو یې د یوه ځوان هلک تښتول او بیا د شکنجې لاندې وژل دي.

میر قاسم علي اوس 63 کلن دی او یوازینۍ لار چې هغه د اعدام نه بچ کولی شي د جمهور رئیس نه د سیله رحمۍ غوښتنه ده.

بنګلادیش وایي چې پاکستاني عسکرو او "داخلي همکارانو " د آزادۍ په جګړې کې شاوخوا درې ملیونه خلک ووژل. د جماعت اسلامي ګوند د دې سره مخالفت درلود چې بنګلادیش دې د پاکستان نه بیل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارو یو شمیر کارپوهانو هم تیره اونۍ د بنګلادیش نه غوښتي و میر قاسم علي ته دې په نړیولو معیارونو برابره محکمه جوړه شي.