BBC
 شاته

پاکستان: پي ټي ایم ملاتړې ګلالۍ اسماعیل خوشې شوې

پاکستان کې د ځوانانو حقونو فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعيل له بريتانيا د ستنېدو پر مهال د پاکستان پلټنو فډرالي ادارې د اسلام آباد هوايې ډګر کې نيولې وه چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشي شوې ده. ګلالۍ بي بي سي ته وويل، نوم يې د پاکستان په اي سي ايل يا د سفر بنديز لست کې شامل شوی دی.