BBC
 شاته

د افغانستان تازه مېوې د هوا له لارې هند او دوبۍ ته استول کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي؛ د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ په پام کې لري چې د هېواد تازه مېوې د هوا له لارې هند او متحده عربي اماراتو ته صادرې کړي. چارواکي وايي؛ د هند حکومت ژمنه کړې چې دغه هېواد ته د افغانستان له صادراتي مېوو مالیه نه اخلي.