شاته

اوبه اود دوامدار پرمختګ دپاره څومره مهمې دی؟

د نړی د ١٣٠ هیوادنو څخه شاوخوا درې زره کسان د ،،اوبو د نړیوالې اوونۍ،، په کلنۍ غونډې کې د گډون دپاره د سویډن په پایتخت سټاک هولم کې راغونډ شويدي. د سږ کال د غونډې شعار دی " اوبه د دوامدار پرمختګ لپاره"

د سټاک هولم د اوبو نړیواله اداره د دې غونډي کوربتوب کوي. دغه ادراه وایي چې روان میلادي کال مهم وخت دی چې د پرمختګ په چارو کې د اوبو په نقش خبرې وشي. د دې غونډې نه مخکې ملګرو ملتونو هم د دوامداره پرمختګ لپاره خپل اهداف وټاکل او د فرانسې د پاریس په ښار کې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره هم تاریخي موافقه وشوه.

د جنوبي افریقا د پریټوریا په ښار کې د افریقا د مطالعاتو د سیمه ایز مرکز مشر آینټن ایرلي داسې وایي،

،،هغه ټولې هڅی چې د پرمختگ د ودي دپاره کیږی په حقیقت کې کومه نتیجه نه ورکوي تر څو چې موږ د اوبو رسول چې اړین کار دی ونه کړو. مطلب مو دا دی چې د هر ډول پرمختګ هڅه چې تاسو ېې فکر کولای شئ، که هغه د روغتیا اسانتیاوي برابرول وي، زده کړه وي، او اوکه د کرني دپاره وي، د ابو رول پکښي مهم دی،،

هغه ددی ، تشریح په دی ډول کوي چې ولې ماشومانو ته ښه زده کړه د پاکو اوبو پرته ډیر گران کار وي.

،، تاسو ووینئ، چې په ټوله افریقا کې ښوونځي جوړیږي، حکومتونو زیاتې هلې ځلې پیل کړي چې د تعلیم په برخې کې د وروسته پاتې کیدو چاره وکړي. خو په همدې ښوونځیو د اوبو رسولو خوندی منابع نه وي. او ښکاره خبره ده چې په ښوونځیو کې د اوبو د رسولو د خوندي منابعو د نه شتون له کبله د حفظ الصحې مناسب انتظامات هم نه وي. همدا وجه ده چې پدې هیوادونو کې نجونې ښوونځیو ته نه ځي. "

سره لدي چې پاکې اوبه او پرمختگ دواړه د یو بل سره تړلي موضوعات دي، خو بیا هم دا ګروانه وه چې دغه مسله د اقلیم د بدلون په نړیوالو خبرو کې مهمه وګڼله شي.

د سټاک هولم د اوبو نړیوال انسټیټوټ یو چارواکې واېې چې د انرژۍ او مخابراتو د کاروبار لپاره د موډل یا نمونو جوړول آسانه دي خو د اوبو په برخې کې بیا دغه شان کار کول دومره آسانه ندي.

،، اوبه بیخي یو مختلفه موضوع ده، تاسو پوهیږئ چې اوبه دا مفهوم لري چې دا یو بشري حق دی. کله چې تاسو په جدی توگه داسي هڅه پیل کړئ چې په دی برخه کي خصوصي سیکټور ورښکیل کړي. بیا داسې انګیزه پیدا کیږي چې کیداسي خصوصي سیکټور د ابو په رسولو کې ګټه کوي ، دا بیا په سیاسي لحاظ ډیر جنجالي موضوع شي. ددی خبري ځواب ډیر اسانه نه وي. اوبو ته د لاسرسي او په برابره توګه د ویشلو موضوعاتو ته هم وکتل شي. "

په افریقا کې دکار کولو په وخت کې یلرلي دا درک کړه چې په دې لویه وچه کې د ابو او پرمختگ په برخه کې خاص ډول ستونزې شته. او دی واېې، دلته هغه څه نه کیږی چې پکار ته باید وشي. او هغه دا چي د ابو په زیربیناو باید هرکال د ٩ ملیارده ډالرو پوري پانگونه وشي.

د نړۍ په نورو برخو کې دغه مسله بیا په دی راڅرخي چې د اوبو دپاره چي کومي زیربیناوي چې په همدي وخت کې موجودی دی دهغو نه څنگه په موثره ډول کار واخیستل شي. خو په افریقا کې ، دا د معادلې برخه ده. .

هغه وایي، په کمپیوټر کې چې کومې نمونې ثبت شویدي، دا ښیي چې د افریقا د لویې وچې زیاتره برخې به د اقلیم د بدلون له وجې زیاتې وځپل شي. دا پدې معنی چې پدې لویې وچې کې به په دوامداره توګه شدید سیلابونه او وچکالي راشي.

د اوبو د نړیوالې اونۍ تنظیم کونکي واېې چې د دی غونډي هدف د ملگرو ملتونو د هغو اهدافو ملاتړ دی چې د ای جي ډي اته په نامه یادیږي. پدغو اهدافو کې د دوامداره، جامع او منظم پرمختګ رایج کول او د ټولو لپاره باعزته، بشپړ او داسې کاري فرصتونو برابرول دي چې ګټه پکې وي.