شاته

انتوني ګټرز د ملګرو ملتونو د منشي د مقام لپاره مخکښ کاندید دی

دا دریم ځل دی چې په انتخاباتو کې د پرتګال پخوانی صدراعظم انتونیو ګټرز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مقام لپاره د نورو کاندیدانو نه مخکې کیږي.

د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي به د بانکي مون ځای ونیسي چې دنده یې د همدې کال د ډسمبر د میاشتې په 31 مې نیټې پای ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو ځینو دیپلوماتانو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د مطبوعاتو سره خبرې کړیدي وایي چې د عمومي منشي د څوکۍ لپاره دویم شخص چې زیاتې رایې یې ګټلي دي د سلواکیې د بهرنیو چارو وزیر میروسلاو لایچاک دی.

په دودیزه توګه د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشیان د آسیایي، افریقا، لاتینې امریکا او اروپایي هیوادنو اتباع و خو د روسیې په شمول د ختیځې اروپا یو شمیر هیوادونو ویلي دي چې دا ځل د هغوي نوبت دی.

په همدې حال کې د پنځوسو په شاوخوا کې هیوادونه کوښښ کوي چې دا خل د د عمومي منشي مقام ته یوه میرمنه وټاکي ځکه دوي استدلال کوي چې د ملګرو ملتونو د جوړیدو راهیسې کومه میرمن د دې ادراې مشره نده ټاکل شوې.

د ملګرو ملتونو اوسني عمومي منشي بانکي مون هم ویلي دي چې دا ځل "ښه وخت" دی چې یوه میرمن د دې ادراې مشره و ټاکل شي.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین بیا په داسې حال کې چې خندل یې اې پي خبري اژانس ته وویل چې " د میرمنو لپاره وخت شته چې د عمومي منشي په توګه وټاکل شي. "

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت د شوار د پنځلسو غړیو هیوادونو په سلا مشورې د عمومي اسامبلې د ۱۹۳ هیوادونو د استازو لخوا ټاکل کیږي. خو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي امریکا، روسیه، چین، برتانیه او فرانسه بیا دا واک لري چې کاندیدان ویتو یا رد کړي.