BBC
 شاته

کابل طالبانو ته: د خپلو بندیانو لېست راکړئ

په داسې حال کې چې طالبانو لا د افغان ولسمشر د مشروط اوربند وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی، حکومت د دغې ډلې د بندیانو په تړاو هم خپله تګلاره روښانه کړه. افغان چارواکي وایي طالبانو ته یې ویلي چې د خپلو بندیانو لېست ور وسپاري چې د پرېښودو پر څرنګوالي یې عدلي او قضایي ارګانونه غور وکړي.