BBC
 شاته

عمران خان د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د هېواد له نوي ټاکل شوي پارلمانه ۱۷۶ رایې تر لاسه کړې او د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. ۶۵ کلن عمران خان ته د یوه داسې هېواد مشري په میراث پاتې ده، چې اقتصادي بحران پکې مخ په پراخېدو دی او هغه د 'نوي پاکستان' جوړولو ژمنه کړې.