جرمني کې افغان کډوال لوبغاړي
-
Getty
د جرمني برلین کې افغان کډوال عبدالقدیر خان (منځ کې) په ټیمپلهوفر لوبغالي کې له نورو کډوالو سره د کریکټ لوبه کوي. د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ګڼ کډوال تېر کال جرمني ته ورسېدل. کریکټ افغانستان کې اوس ښه وده کړې او مشهوره لوبه ده.
-
Getty
افغان کډوال مهدي اکبري (دویم) برلین کې له نورو کډوالو سره لوبه کوي.
-
Getty
په نړیوالو لوبو کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې له لوبېدو او بریاوو وروسته کریکټ په افغانستان کې یوه ټول خوښه لوبه وګرځېده.
-
Getty
د افغانستان کریکټ بورډ وايي، هڅه یې دا ده چې ښوونځیو ته هم دغه لوبه شامله کړي.
-
Getty
په جرمني کې مېشت کډوال عبدالقیر خان، صدام احمدزی، عاصم وزیري، نجیب الله یاسر، خان محمد احمدي، مطیع الله جبارخېل او ماشوم مهدي اکبري د برلین ټیمپلهوفر لوبغالي کې له لوبې وروسته.
-
AFP
د جرمني لوېدیځ کې یو افغان کډوال د روزنیزې لوبې لپاره چمتووالی نیسي.
-
AFP
د جرمني د کریکټ بورډ مشر برېن منټل او الټینډورف ۰۹ ابي پړانګانو لوبډلې غړي له افغان کډوالو سره د کریکټ روزنځي کې.
-
AFP
د جرمني لوېدیځ کې افغان کډوالو لوبغاړو ته د جرمني د کریکټ له لوبډلې سره روزنه ورکول کېږي.
-
AFP