پاریس: خوړنځي "د دوو مسلمانو مېرمنو له خدمته ډډه کړې"
د پاریس په یوه څنډه کې یوه خوړنځي د دوو مسلمانو حجاب لرونکو مسلمانو مېرمنو له ګومارلو ډډه کړې ده، چې هم مهاله یې فرانسه کې غوسه راپارولې او د لاریونونو بلنه شوې ده.
پر خواله رسنیو لاس په لاس شوې یوه وېډیو کې ښکاري، چې یو سړی دوو حجاب لرونکو مسلمانو مېرمنو ته وايي:
"مسلمانان ترهګر دي او ټول مسمانان ترهګر دي. "
دا پېښه د فرانسې (لو سیناکل) سیمې په تریمبلې – اون فرانس رسټورانټ کې د شنبې په شپه رامنځ ته شوې ده.
- ترکیې د ښځینه پولیسو پر حجاب بندیز لیرې کړ
- د فرانسې محکمې پر بورکیني لګېدلی بندیز لغوه کړ
- فرانسه کې د "بورکینې بندیز" په تړاو راپارېدلي بحثونه
د یکشنبې په ورځ یاد سړي له رسټورانټ نه بهر له راغونډو شویو خلکو بښنه غوښتې ده.
لو پاریسیان ورځپاڼې د نوموړي له قوله ویلي: "د فرانسې په سمندرغاړو کې د بورکیني په تړاو د کړکېچنې مسلې په اړه هېڅوک خپل اعصاب نه شي کنټرولولی، یو په نومبر کې باتاکلون کې ووژل شو."
ښکاري چې یوې مېرمنې د خوړنځي د ننه یوه وېډیو په پټه ثبت کړې ده.
یوې یې ویلي: "موږ د توکم پالو له خوا خدمت نه غواړو."
سړي په ځواب کې ورته ویلي: "توکم پالي نور خلک نه وژني."
دی زیاتوي: "ستاسې دواړو په شان خلک خوړنځي کې نه غواړو. او بس!."
د سیمه ییزو پولیسو یوه مرکز "لاکسپریس" ورځپاڼې ته ویلي، پولیس خوړنځي ته ورسېدل، خو هلته دوی ته د هېڅ پېښې په اړه شکایت ونه شو.
وړاندې د فرانسې په سمندرغاړو کې د بورکیني د اغوستلو د بندیز په تړاو محکمې یو لانجمن حکم وکړ، چې د ملکي ازادیو د چیغو له پورته کېدا وروسته دا حکم لغوه شو، خو ځینو سیمه ییز چارواکي د محکمې پر حکم ټینګ پاتې شول.
د اسلاموفوبیا ضد د فرانسې "سیه سیه اې ایف ټولنې ویلي: "د اسلاموفوبیا له هغې پېښې وروتسه، چې دوو مسلمانو مېرمنو ته سپکاوی پکې شوی، د خوړنځي له مشر سره د یوه سیمه ییز جومات مخې ته خبرې شوې".
دغې ټولنې ویلي د یادو مېرمنو ملاتړ کوي، خو وايي د خوړنځي مخکې به لاریون ونه کړي.
خو د یکشنبې په ماسپښین د یوه سړي او ځینو ځوانانو ترمنځ لفظي شخړه هم شوې ده.
د فرانسې قانون د لادینۍ او مذهبي جامو په اړه څه وايي:
- په ۲۰۱۰ کال فرانسه هغه لومړنی اروپایي هېواد شو، چې په عامه ځایونو کې یې د نقاب په اغوستلو بندیز ولګاوه.
- په ۲۰۱۴ کال په ښوونځیو او پوهنتونونو کې پر هر راز دیني جامو پر اغوستو بندیز ولګېد.
- د ۱۹۰۵ کال د اساسي قانون هدف له کلیسا نه د دولت بېلوالی و. په زده کړه کې سیکولریزم د دینونو د ازادۍ او مذهبي مراسمو د ازادۍ ضمانت کوي. خو د اساسي قانون په متن کې جامو ته هېڅ ډول اشاره نه ده شوې.