BBC
 شاته

'د مسلمانو کډوالو نه منل د منلو وړ عمل نه دی'

Image copyright AFP
Image caption مېرمن میرکل کوم ځانګړي هېواد ته اشاره نه ده کړې خو د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربن ویلي د مسلمانو کډوالو راماتېدل د اروپا عیسوي میراثونه ګواښي

د جرمني د عامه خپرونو له شبکې ''اې ار ډي'' سره مرکه کې، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل ویلي، دا د منلو وړ نه ده چې د اروپايي ټولنې ځینو غړو ویلي، نه غواړي مسلمان کډوال ومني، ان که د بشرپالنې پر بنسټ وي:

''زما په اند، موږ باید په ګډه سره کار وکړو چې د حل لاره پیدا کړو او هر غړی هېواد د کډوالۍ د بوج په کمولو کې خپله ونډه ادا کړي. هغه څه چې کار نه کوي دا دي چې څو هېوادونه وايي دوی نه غواړي مسلمانان د دوی هېواد ته ورشي، که د بشرپالنې پر بنسټ وي که نه وي.

همدارنګه، موږ باید له افریقايي هېوادونو سره په ګډه کار وکړو چې کډوالي محدوده کړو. سږ کال ډېری هغه کډوال چې اروپا کې ایټالیا ته رسېدلي له لیبیا او یوشمېر له مصر څخه راغلي نو ځکه موږ باید همدومره چې د سوریايي کډوالو پر مسلې کار کوو دغومره باید د افریقایي هېوادونو پر کډوالو یې هم وکړو.''

مېرمن میرکل کوم ځانګړي هېواد ته اشاره نه ده کړې خو د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربن ویلي د مسلمانو کډوالو راماتېدل د اروپا عیسوي میراثونه ګواښي او بله خوا د سلواکیا لومړي وزیر رابرت فېکو وعده کړې چې خپل هېواد ته به یو مسلمان کډوال هم پرېنږدي.

د جرمني لومړۍ وزیرې مرکل ټینګار کړی چې ټولو ته د منلو وړ حل لاره باید ولټول شي. خو د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو د له سره ویشلو مسله، اوس هم ټولو ته د منلو وړ نه ده.

Image copyright AP