BBC
 شاته

پر حلب د بېلري بمونو بريد

سوریایي فعالان وايي د سوریې په شمال کې د ترکیې هوايي بمباریو لږ تر لږه ۳۵ ولسي خلک وژلې دي.

سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د جيب الکوسه کلي کې بمبارۍ شل وژلي او ۵۰ یې ټپیان کړي دي.

بل پلو حکومتي ځواکونو حلب کې د یاغیانو پر سیمې دوه بېلري بمونه غورځولي.

بمبارۍ کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

بریتانیا مېشته یوه ټولنه چې سوریه کې بشري حقونه څاري وايي دغه دوه بمونه له یو بل شېبې وروسته غورځول شوې دي. یو پر یوه امبولانس او بل يې په ولسي وګورو لګېدلی دی.