شاته

میرکل: د مسلمان مهاجرینو نه منل احمقانه کار دی

د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل د یکشنبې (اګست ۲۸) په ورځ په هغو اروپایي هیوادونو انتقاد وکړ چې وایي مسلمان مهاجرین به ونه مني. دا هغه دریځ دی چې د ختیځې اروپا څو هیوادونو د إسلامي نړۍ نه د مهاجرینو د مخنوي لپاره نیولی دی.

صدراعظمې میرکل وویل هغه ډيره هیله منه وه چې د اروپایي اتحادیې غړي به د مهاجرت د بحران اړوند هغو ناحلو پوښتنو ځواب کې یوې موافقې ته ورسیږي. پدې کې یوه پوښتنه دا وه چې څنګه په مناسبه توګه پناه غوښتونکي د اته ویشتو غړو هیوادونو ترمنځ تقسیم شي.

صدراعظمې میرکل د جرمني ملي رادیو ته وویل هر غړی باید خپل استدلال ووایي خو دا یي هم رد نکړه چې که ځنی هیوادونه په مهاجرینو خاص انتخاب ولري او یا که پرځای يي نور مالي کمک وکړی شي.

خو دا خبره یي تکرار کړه چې د مذهبي عقیدي پر اساس د مهاجرینو مخنوی یو احمقانه کار دی. هغې وویل دا بلکل غلطه خبره ده چې یو څوک وایي زه د بشري کمک په پام کې نیولو سربیره هم په خپل هیواد کې مسلمانان نه غواړم. میرکل وایي پدې اړه به بحثونو او خبرو ته دوام ورکړي.

سیپتمبر۲۰۱۵ - په سلګونو کډوال د جرمني په هانوای ښار کې په وچه ځمکه اوسیدل

سیپتمبر۲۰۱۵ - په سلګونو کډوال د جرمني په هانوای ښار کې په وچه ځمکه اوسیدل

تیرکال صدراعظمې میرکل پریکړه وکړه چې په اروپایي هیوادونو کې بند پاتی سلګونو زره کډوال کولی شي جرمني ته ورشي. همدا اقدام ددی سبب شو چې د بالکان له لارې د مهاجرت یوه پراخه څپه پیل او په ورځ کې تر لس زرو ډير پناه غوښتونکي په یوخت د جرمني سرحدونو ته ورسیږي.

چارواکو ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې ورته تر یو میلیون ډیر کډوال ورغلي، خو د جرمني د مهاجرت د چارو مقاماتو ویلي د هغو خلکو د نومونو لری کولو وروسته چې نورو هیوادونو ته ورغلي وو، او د جعلې اسنادو لرلو په غیر د کډوال شمیر په اصل کې ډیر کم دی.

دغه مقامات پدې باور دي چې د تیرکال په پرتلې په ۲۰۱۶ کې به د کډوال د ورتلو شمیر ډیر کم وي.

د جرمني د مهاجرت اداره وایي دوئ په روان میلادي کال کې د ۲۵۰ زره نه تر ۳۰۰ زره نؤو کډوالو رسیدو ته تیاری نیولی. دغه نؤو رسیدنو د هنګري په شان هیوادونو سمدستي په صدراعظمې میرکل انتقاد کړې او حتی پدې یي تورنه کړې چې د اروپا امن ګواښي. په جرمني کې هم د کډوالو ضد فکر زیات شوی دی.

د ملګروملتونو د ارقامو پر اساس، تیرکال اروپا ته د سمندر له لارې تر یومیلیون ډیر کډوال ورسیدل او پدې جمله کې تر ۳۷۷۰ ډیر خلک مړه شوو.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.