BBC
 شاته

کرېکټ: افغانستان له بنګله دېش سره درې ۵۰ اوريزې لوبې کوي

Image copyright ACB

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له خپلې سیالې بنګله دیشۍ لوبډلې سره درې نړیوالې پنځوس اووریزې لوبې کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي دوی د بنګله دېش کرېکټ بورډ ادارې سره تر خبرو وروسته پر دې هوکړې ته رسېدلي چې د روان کال سپټمبر میاشتې په ورستیو کې د ملي لوبډلو ترمنځ درې پنځوس اوریزې لوبې وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو په وینا له څه مودې راهیسې یې هڅې کولې چې د ملي لوبډلې لپاره د یو شمېر بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره لوبې برابرې کړي او په دې بریالي شول چې د روان کال سپټمبر میاشتې پر ۲۵ مه، ۲۷ مه او ۳۰ مه نېټه به افغان کرېکټ ملي لوبډله د بنګله دیش له ملي لوبډلې سره درې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې لپاره به د پوره چمتوالي زمینه برابروي چې وکولای شي ښې لاس ته راوړنې ولري.

د افغان کرېکټ بورډ مسولینو په وینا دوی هڅه کوي چې له ځینو نورو هېوادونو سره هم لوبې برابرې کړي.

ټاکل شوې چې د دغو یو ورځنيو نړیوالو لوبو کوربتوب به بنګله دېش وکړي او ټولې لوبې به د دغه هېواد د میر پور ښار په شیربنګال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د يادولو وړه ده چې د ۲۰۱۴ کال اسيا کپ سياليو کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ۳۴ منډو ماته ورکړې وه.